دافغان لاس تړلي ملت سرنوشت چيري اوڅوک ټاکي؛
انجنير سيد عبدالقادر                                              انجنير سيد عبدالقادر

ټولو جهانيانوته داښکاره په ثبوت رسيدلي ده چه داغيور ملت  دخپل سياسي ، اقتصادي   اوجغرافيايي موقعيت له مخي دتاريخ په اوږدو کي دمختليفواستعماري  ځواکونوتر يرغل لاندي راغلي  ،   ولي هرځل دې سرکښه اوپرخپل وطن مين ملت هر تير ي کوونکو ته داسي يو ه  تاريخي ماتي ورکړي ده  ، چه افغان اوسني نسل  هم  دخپلو اجدادوپه دې  سرتيريو باندي وياړ اوافتخار کوي  . او  په دي واقعيت باندي هم   هر څوک ښه  پوهيږ ي ،  کوم وخت چه يو مملکت دپردو تر يرغل لاندي راځي ، حتمي ده چه ددي يرغل  په  نتيجه کي  دخلګو  سياسي اواقتصادي استقلال دلاسه وزي ، او په راتلوونکووختونو کي بياهر څه دپردو دستراتيږ يو او پټو اهدافو له مخي   سرته رسيږ ي . ولي     دافغانستان په اوسنيو شرايطوکي   دا عيني واقعيتونه هم    ټول خلک په خپلو سترګوباندي  ويني وبيان ته يي حاجت نسته . هغه دا چه  د (  ۲۰۰۱  ) کال داکتوبر داومي نيټي دامريکا يي يرغل    په درشل کي چه دطالبانو حاکميت پا ي ته ورسيدي   ،   دامريکا تر رهبري لاندي  جهاني ټولني دبن کنفرانس  جوړ کړ .   چه دي کنفرانس ته يي يوتعدادخپل پخواني دجهادي تنظيمونو قرارداديان اوپه غرب کي دپخوا څخه   يو تعداد خپل تربيه کړي افغاني تيکنو کراتان اودپخواني شاه پلويان    راو   بلل  .

ولي ددي کنفرانس پريکړو اوفيصلو هم  داسي کوم زيري دخلګو دښه امنيت اوهوسا ژوند له پاره په ارمغان رانه  وړي  ،داځکه چه  امريکا ،  غربي نړي اوهمسايه  مملکتونو د خپلو ستراتيژ يکي ګټو په نظرکي نيولو سره يي دافغان لاس تړلي ملت په غياب کي ټولي پريکړي اوفيصلي  خپل ترمنځ دمصلحتونو پر اساس باندي وکړي ،نه دافغان ملت دغوښتنو په نظرکي نيولوسره . ځکه نود دي  کنفرانس د پريکړوپه نتيجه کي    داسي يو غيري  مسلکي اوافغان ملي منافعو ته غير وفاداره موقته   اداره منځ ته ر  اوستل  سوه چه د دې موقتي  اداري   په تسلسل کي  انتقالي اداري  اوبيا هم په نامه انتخابي دولت دافغان ملت په وړاندي حتي  هغه مصنوعي مشروعيت چه    دملګروملتونو له  خوا څخه تر لاسه کړي وو، پس له شپږ وکالو څخه يي  عملا  دلاسه ورکړ . داځکه چه :

 ـــ   ددي شپږو کالو په مدت کښي نه تنها پخواني  لوي اوکوچني جنګ سالاران  خلع سلاح  نه سول ،   بلکه هغه نور هم دونه زور واکه سول ،  چه تقريبا مملکت يي په ملک الطوايفي باندي تبديل کړي دي  . او  د دولت دنورومسلحو مخالفينو په څير ددولت دقبظي څخه يي  کرار کرار ځانونه ايستلي  دي .  چه حتي په ځینو محلاتوکي يي شخصي زندانونه دمحل دبي دفاع خلګو دپاره هم  جوړ کړي دي .  چه دولت په دي شپږو کلونوکي ونه کړايسواي چه ددوي په وړاندي کوم قدم واخلي   . چه نو په جرات سره ويلاي سوو  چه اوسني حاکميت دملت په وړاندي دامنيت دراوستلو په منظور پاته راغلي دي . اوخلګ په اوسني حاکميت کي دځان ، مال   اوملي شتمنيو امنيت په سترګو باندي نه ويني .        په داسي حال کي چه ملي حاکميت ،پر خپلو خلګو باندي تکيه کول او(  دامنيت راوستل ،دملي شتمنيو خوندي ساتل ،داداري فساد دمنځه وړل   اوخلګو ته دکار دزميني برابرول ) ديوه دولت دمشروعيت عمده اصلونه تشکيلوي . ولي دافغانستان دولت په دي تيرو شپږو کلونوکي ونکړايسواي  چه  دامريکا تر رهبري لاندي  دجهاني ټولني د۱۵ ميليارد ډالروکومک  سره سره  دمشروعيت  پورتني عمده اصلونوته حداقل ځان ورنيږدي کړي .

ولي بايد وويل سي چه  دامريکا تررهبري  لاندي دغه په نامه جهاني ټولنه بايد   ودي واقعيت ته نور سر ټيټ کړي .  چه دغه ستراتيژي چه يي دافغان ملت په وړاندي  ځانته  ايښي ده .  بيله ښکاره  ناکاميوڅخه يي تر اوسه پوري بل څه ولاس ته نه دي ورغلي . هغه داچه    په دي مدت کښي  په زرهاوو ملکي کسانو ( ماشومانو ، ښځو ، زړو اوځوانانو ) ددوي دبي رحمه ځواکونو دتروريزم  پر ضد دجنګي عملياتو   ترنامه لاندي   خپل دغريبي ارام ژوند له لاسه ورکړي  ، کورونه يي په کنډواله تبديل سوي اوپه لس هاوو زره څاروي يي هم   دمنځه تللي اوهغه دغريبي اقتصاد  يي ګډ وډ ورکړي  دي . په نتيجه کي  يو   تعداد   پاته  ځوانانواوزړودخپلودوستانو د غچ اخستلو له پاره هم ددولت دمخاليفينووجنګي ليکوته ځانونه شامل کړي دي . ولي يو تعداد بيا نورو دخپل ټيټ اقتصاد او بيکاري له کبله مخ دکوکنارو کښت ته اړولي دي .   په داسي حال کي چه ددولت دمخاليفينو سره په جګړه کي په  دي څوکلونو کښي نه يوازي  د دولتي اردو او پو ليسو ځواکونوته         سخت انساني تلفات رسيدلي دي ، بلکه دامريکا اوناټو قواو      هم  سخت انساني     تلفات ليدلي ، او  دا زبر ځواک يي دخپل پيدايښت په تاريخ کښي   دلومړي ځل دپاره   اوس دلوي آ زمون سره مخامخ کړي دي  . چه په نتيجه کښي دناټو دغړو تر منځ  سخت اختلافات ددي جنګ په وړاندي راپيداسوي دي . چه په  جهاني جمعي رسانو کي ددوي ترمنځ  داکړ کيچ  په پوره وضاحت سره ليدل  او  اوريدل کيږ ي .

ولي دپورتنيو څرګندونو، حقايقو اوعيني واقعيتونوسره سره بيا هم دامريکا اوغربي نړي له خوا څخه  هيڅ داسي څه نه اوريدل کيږي چه هغه دي د  افغانستان  اوسني لانجي دسياسي حل له پاره کومه واقعي  لاره پرانيزي .  اودې  امريکايي تراژيدي جنګي سريال ته دپاي ټکي کښيږ دي . داځکه چه امريکا اودغربي نړي هيوادونه ځانته  خپله جلا  ستراتيژي او  پټ اهداف لري . ځکه نو کوښښ کوي چه هر نوع ماکياوليستي  شيووڅخه په ګټه اخستنه پر افغان لاس تړلي ملت باندي يوپه بل پسي داسي  دولتي  واکمنان دخپلي اشتها سره سم افغانستان ته راوا  رد  کړي  چه دهغو په نتيجه کي دوي وکړايسي  خپلو ستراتيژيکي اهدافوته ځانونه نيژدي کړي . 

          په داسي حال کي چه  ددوهفتو راهيسي  دځينو  جمعي رسانو له لاري      اوريدل کيږي . چه دافغانستان دجمهوري ريا ست د  (      ۲۰۰۹)    کال انتخاباتو له پاره   مختليفو اشخاصو په يو ه اوبل شکل   په  داخل اوخارج  کي دمختليفوشخصي اورسمي     محافلو     له لاري په مستقيم او غير مستقيم ډول  ځانونه  معرفي کړي دي . چه دهغو جملي څخه محترم کرزي ، محترم خليل زاد، محترم جلالي ، اوپه داخل کي دملي جبهي له خوا هم         اوريدل کيږي چه کانديد ورکوي  . اوشايدپه راتلونوکووختونوکي نور نوي کانديدان هم   په داخل اوخارج کي ودې پروسي ته ور ودانګي . 

ولي که سړي په لږ دقت دافغانستان داوسنيو شرايطو په نظرکي نيولو سره وګوري .  په ښکاره ډول معلوميږي  چه د افغانستان  په راتلوونکو انتخاباتو کي به هغه څوک دکرزي په شان د(۵۳ )فيصده رايوګټونکي وي ،چه دامريکا دنوي جمهور ريس له خوا څخه ودي انتخاباتوته ورګډ سي .) داځکه چه ټول ملت اوس په دي واقعيت باندي پوره  پوهيږي چه دافغانستان دراتلونکي جمهور ريس ټاکنه دچاه دخوا تر سره کيږي . دمثال په ډول دوي ورځي مخکي داريانا دټلويزيون کوم چه دامريکا څخه خپريږي ، ديوه پروګرام مسؤل محترم مسکين يار ته يوي ښځي په ټليفون کي داسي وويل : چه زه ستاسوڅخه يوه هيله لرم چه دافغانستان دخلګو داوسنيو ستونځو لوږي ، بيکاري اوپه دي ساړه ژمي کي ددي غريبو انسانانو مشکلات اوانساني تلفاتو يو کست  دCNN)  سي ان ان  ) وټلويزوني شبکي ته وروليږي چه بوش يي هم وګوري ، چه  دکرزي ددوهم ځل دکانديد کولو څخه صرف نظر وکړي . )  اودامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني اود ملګرو ملتونونماينده ګان به يي ترهغه وخته پوري      په يوه اوبل شکل په خدمت کي وي  ترڅو چه يي کاميابي په نصيب کيږي .   داځکه چه افغانستان  په  اوس مهال کي   يو مستقل اوازادمملکت نه  دي .  ځکه نوپه يوه اوبل شکل ترڅوچه داخارجي   قواوي په افغانستان کي شتون  ولري ،   ټول لوړ پوړي چارواکي   حتي دتجارت داطاقونودلوي   ريس په شمول به  دامريکااونوري غربي نړی  دچارواکو دخواڅخه وهغه مقام ته نومول کيږي  ،  اويابه   يي موافقه اخستل کيږ ي  . داځکه چه په افغانستان کي دجمهوري رياست اوپارلمان له پاره  تيرو  انتخاباتو ښکاره په ګوته کړه ، چه په ټولو ولاياتو او محلاتو کي واليانو ، دپوليسو قومندانانو ،دامنيت چارواکو اومحلي جنګ سالارانو هرڅوک چه يي غوښتي هغه وکاميابي ته رسيدي . ولي د  پارلمان دانتخاباتو په درشل کي شايد لس   فيصده وکيلان دخلګو دخوښي سره سم انتخاب سوي وي اوبس . اوس   که نو   دامريکا په راتلونکوانتخاباتو کي کاميابي دډموکراټ ګوند په نصيب سي    نو    داسي معلوميږي چه   په  خارجي  سياست کي   به يي  دافغانستان  په وړاندي کوم عميق تغيرونه ليدل سي .    ولي ددغه بي ځايه زور  ګويي دسياست لمن به يو څه لنډه کړي  . داځکه           چه امريکا په اوس مهال کي  په جهان کي   خپل هغه پخواني محبوبيت دخپلي زورګويي سياست  له مخي له  لاسه ورکړي دي  . کوم چه دساړه جنګ په وخت کي په يوه اوبل شکل تر لاسه کړ يوو .  ځکه نوداحتمي  اوښکاره خبره ده چه دوي به دتيروکړونودتلافي کولو له پاره وجهان ته دنوي دوستي لاسونه اوږده وي  . ولي که بيا هم دامريکا متحده ايالاتو نوو چارواکو دافغانستان ملي منافعوته دمتقابل احترام په سترګه ونه کتل ،اويا که  په جهان کي دلويو قدرتونو په ستراتيژيو کي ددريمي نړي دهيوادونو په وړاندي    کوم عميق سياسي تغير  رانه غلي  ،  نو په هغه صورت کي به   دافغان لاس تړلي   ملت ستونځي  لږ نه بلکه نوري به هم ډيري سي . ولي  داهم  بايد وويل سي چه دامريکا تر رهبري  لاندي د جهاني ټولني هغه مصنوعي چانس چه يي دبن په کنفرانس کښي ترلاسه کړي وو ، دامريکا دزورګويي اوپرعيني واقعيتونوباندي   نه ولاړ سياست له مخي   دشپږو کالوپه موده کي يي  عملا دلاسه و رکړ  . هغه داچه :

په جګړه کي  دملکي کسانو بي ساري تلفات ، دکورونواوقريه جاتو ورانول ، دبيکاري دکچي بي ساري ډيروالي اوپه مملکت کښي دخارجي اوداخلي مافيا په ګډ پلان سره دکوکنارو کښت اومخدره موادو قاچاق اوبلاخره په شپږ  کالو په موده کښي دافغان ملت پر سرباندي     بي کفایته  او په ښکاره درغليو متهم اوملي منافعو ته غيروفاداره  چارواکو  درول  دي .  چه په نتيجه کي دملت اودولت ترمنځ هغه مصنوعي اړيکي هم و      شکيدلي  ،کوم چه دبن دکنفرانس په نتيجه کي  په وجود راغلی وي .اوملت  اوس په ښکاره ډول په مملکت کي دټولوناخوالو ملامتيادامريکا تر رهبري لاندي پر جهاني ټولني خاصتا دامريکا اوانګليس پردولتونوباندي اچوي . 

ولي په راتلونکو انتخاباتو کي به افغان لاس  تړلي   ملت دامريکا تررهبري لاندي  جهاني ټولني اودافغانستان د دولت کړ ني اوجفا به په نظر کي نيسي اوبيانومعلومه نه ده چه په راتلونکو انتخاباتو کي  په  کوم تعدادبه دالاس تړلي  غيور ملت  اشتراک کوي .  په درناوی .

 

 

 


February 17th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات